محکمه صحت خېبرپښتونخوا کښې د صبا نه په پنځو ضلعو کښې کور په کور د کورونا ويکسين لګولو عمل شروع کولو اعلان کړېدې

محکمه صحت خېبرپښتونخوا کښې د صبا نه په پنځو ضلعو کښې کور په کور د کورونا ويکسين لګولو عمل شروع کولو اعلان کړېدې

محکمه صحت خیبر پښتونخوا د سبا نه په پنځو ضلعو کښې کور په کور د کورونا ویکسین لګولو کمپائن پیل کولو اعلان کړی دی چه په نتیجه کښې یو کروړ ویشت لکه پنځلس زره شپږ سوه شپږ اتیا ابادی کښې ویکسینیشن کولی شی د محکمه صحت د وینا مطابق ایبټ اباد ، مانسهره ، سوات ، پیښور او مردان اضلاع کښې کور په کور کورونا ویکسین د لګولو پریکړه کړی شوی ده د محکمه صحت مطابق په دی پنځو ضلعو کښې به کور په کور د ویکسین لګولو عمل به د اګست لسمی نیټه پوری مکمل کړی شی د محکمه صحت وینا ده چه کورونا سټیټس کښې شپیته فیصده ویرینټ ډیلټا وائرس د هند نه پاکستان ته منتقل شوی دی د محکمه صحت خیبر پښتونخوا مطابق په پنځو ضلعو کښې کور په کور کورونا ویکسینیشن لپاره یو زر دری سوا شپاړس ټیمونه جوړ کړی شوی دی د هری ضلع د ویکسنیشن لپاره پنځلس لکه روپی ايښودلی شوی دی