محکمه موسمياتو راتلونکى څليريشت ګهنټو دوران دباران پيشن ګوئى کړي

blank
محکمه موسمياتو راتلونکى څليريشت ګهنټو دوران د خېبرپښتونخوا پشمول سندهـ  ، کشمير ، فاټا او د ملک ځنى نورو سيمو کښې  د باران پيشن ګوئى کړيده 
تفصيلاتو ترمخه محکمه موسمياتو د  راتلونکى شواروز دوران  پېښور ، مردان ، نوښار ،لاهور ، فيصل آباد ، فاټا ،  ګلګت بلتستان  بلوچستان ، پنډۍ او اسلام آباد  کښې د تيزهواګانو او پړق پړوق سره د باران امکان دے ولې د ګلګت بلتستان  او برنۍ پښتونخو ځنى برخو کښې د لينډ سلائيډنګ انديښنه هم څرګنده کړيده 
تيرشوى څليريشت ګهنټو دوران لاهور ، کشمير ، ګلګت بلتستان  پشمول د ملک ځنى نورو  سيمو کښې دمې دمې باران وريدلے دے چې ورسره موسم کښې يخ والې راغلې دے