محکمه موسمياتو راتلونکي شواروز دوران د ملک بالائي برخو کښې د باران پيشګوئي کړې

محکمه موسميات نن ماښام نه تر زيارت ورځي پوري خيبر پښتونخوا کښې د باران امکان څرګند کړيدي

محکمه موسمياتو راتلونکي شواروز دوران د ملک بالائي برخو کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو پيشګوئي کړېده ،ولي د ملک ميداني علاقو کښې به موسم اوچ او يخ وي ،
موسمياتو محکمي لخوا جاري شوي رپورټ مطابق اتلونکي څليريشت ګينټوکښې شمال مشرقي پنجاب ، سيالکوټ ، ګوجرانواله او پينډۍ کښې د باران امکان څرګند شويدے،
شمالي علاقه جات،کشمير او بلوچستان ځني اضلاع کښې هم د باران او په غرونو د واوري وريدو امکان څرګند شويدے،
د پنجاب ځينې ميداني علاقو او بالائي سند کښې د سحر په وخت د لړه خوره شوي وه چي ورسره ټريفک متاثره شوي وو،
محکمه وائي چي تيرو څليريشتو ګينټو کښې د ملک زياتره علاقو کښې موسم اوچ او يخ وو ،د ټولو نه زيات ساړه استور کښې وو چرته چي درجه حرارت منفي پينځلس ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړي شوے