محکمه موسمياتو راتلونکي څلريشت ګهنټو کښې د مزيد باران امکان څرګنډ کړي

0
22
راتلونکي 24 ګهنټو کښې د ملک مختلف برخو کښې د باران امکان دې

محکمه موسمياتو راتلونکي څلريشت ګهنټو کښې د خيبر پختونخوا برنۍ سيمو پشمول قبائلي علاقو او هزاره ډويژن کښې د مزيد باران امکان څرګنډ کړيدې ،رپورټ ترمخه تير شوا روز دوران د ټولو نه زيات باران دروش او مير خاني کښې يو ،يو ملي ميټر ريکارډ کړې شويدې،
محکمه موسميات خپل رپورت کښې راتلونکي څلريشت ګهنټو دوران د خيبر پختونخوا په برنۍ سيمو سوات، شانګله، دير، چترال، بونير، ملاکنډ او هزاره ډويژن کښې د مزيد باران پيشن ګوئي کړيده،
رپورټ کښې وئيلي شويدي چي پيښور، چارسده، نوښار، صوابۍ او قبائلي سيمو کښې هم د نور باران امکان دې
محکمه موسميات مطابق تير شوا روز دوران هم د خيبر پختونخوا زياتره سيمو کښې باران وريدلې چي پکښې د ټولو نه زيات باران دروش او مير خاني کښې يو ،يو ملي ميټر ريکارډ کړې شويدې