محکمه موسميات نن د باران پيشنګوئي کړي ده

موسمياتو محکمې صبا پورې باران واريدو پيشنګوئي کړېده

رحيم يار خان کښي د تيز باران لوجي نشيبي علاقے زير آب راغلي او په ډيرو سيمو کښي د بجلۍ فراهمي معطل ده ، بلخوا محکمه موسميات نن اسلام آباد پنډۍ او کشميرپشمول، خيبر پښتونخوا ، پنجاب او د بلوچستان ځني سيمو کښي د باران پيشنګوئي کړي ده
د پنجاب رحيم يارخان ښار کښي تيره شپه په شيبو باران وريدلي ، د باران لوجي اکثره نشيبي علاقو ته اوبه داخل شوي او ځني علاقو کښي لاري کوڅي او سړکونه باندي دباران اوبه جمع شوي ، ډيرو سيمو کښي د بجلۍ فراهمي هم معطل ده
بلخوا د موسمياتو محکمه وائي چه راتلونکي څليريشت ګهنټوکښي سرښار اسلام آباد او پنډۍ پشمول ګجرانواله ، لاهور ، سرګودها ، ډي جي خان، ملتان ،ساهيوال ، فيصل آباد، ژوب او قلات ډويژن کښي د باران امکان دي
دي نه علاوه ،پيښور، ډي آئي خان ، ملاکنډ، ، هزاره ،کوهاټ ، بنو او کشمير کښي هم د باران امکان دے
د يادوني وړه ده چه څو ورځي وړاندي لاهور، شيخوپوره ، فيصل آباد، اوګجرانواله په شمول د پنجاب ځني ښارونو کښي د موسلادهار باران روستو سړکونو اولارو کوڅو د سيلاب منظر پيش کوو، لاهور کښي د وولس ګهنټو باران لوجي ښار په اوبو کښي ډوب وو