محکمه موسميات نن ماښام نه تر زيارت ورځي پوري خيبر پښتونخوا کښې د باران امکان څرګند کړيدي

محکمه موسميات نن ماښام نه تر زيارت ورځي پوري خيبر پښتونخوا کښې د باران امکان څرګند کړيدي

محکمه موسميات نن ماښام نه تر زيارت د ورځي پوري د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کښې د باران او په غريزو علاقو کښې د واوري وريدو امکان څرګند کړيدي، بلخوا پي ډي ايم اے ضلعي انتظاميي ته مراسله جاري کړي چي د څه قسمه بدي پيښې مخنيوي لپاره دي پاخه ګامونه پورته کړي ،
د خيبر پښتونخوا پراونشل ډيزاسټر منيجمنټ لخوا جاري شوي بيانيي تر مخه د محکمه موسمياتو وينا ده چي د خيبر پښتونخوا په مختلفو ميداني او غريزو سيمو کښې د باران ، ږلئ او د واوري وريدو امکانات دي،
دمحکمه موسمياتو وينا ده چي د باران او واوري وريدو سلسله به دزيارت د ورځي پوري جاري وي
بلخوا پي ډي ايم ضلعي انتظاميي ته مراسله جاري کړي چي د باران ، ږلئ ، سيلئ او واوري وريدو له امله د څه قسمه بدي پيښي مخنيوي لپاره پاخه ګامونه پورته کړي،
د پي ډي ايم اے ډي جي هدايات جاري کړيدي چي مختلفو سيمو ته تلونکي سيلګري دي د سفر دوران احتياطي تدابير اختيار کړي