محکمه موسميات وائي چي نن به ټول ملک کښې موسم اوچ او يخ وي

محکمه موسميات وائي چي نن به ټول ملک کښې موسم اوچ او يخ وي

محکمه موسميات وائي چي نن به ټول ملک کښې موسم اوچ او يخ وي،دغه رنګ شمالي علاقه جات او د بلوچستان شمالي ضلعو کښې د يخني شدت ډير زيات وي ولي کشمير او خواشا علاقو کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دې، د پنجاب ميداني سيمو او بالائي سند کښې لړه خوره ده
موسمياتو محکمې مطابق نن به د ملک زياتره برخو کښې موسم اوچ او يخ وي،دغه رنګ د خيبرپختونخوا شمالي غلاقه جات او د بلوچستان شمالي ضلعو کښې د ډيرې زياتې برفبارې لوجي سخته يخني ده ولي کشمير او خواشا علاقو کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو پيشن ګوئي شويده
محکمه موسميات وائي چي د پنجاب ميداني علاقو او بالائي سند کښې لړه خوره ده چي لوجي ئي په موټر وے او جي ټي روډ ځيني ځائينو کښې د ټريفک رواني هم متاثره شويده
نن د ټولو نه کم درجه حرارت سکردو کښې منفي شل ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړې شويدې،دغه رنګ استور او کالام کښې کم نه کم درجه حرارت منفي پنځلس،ګوپس منفي څوارلس،کوئټه منفي نهه،پاړاچنار منفي اته،مالم جبه،دالبندين او چترال کښې منفي پنځه دګړي سينټي ريکارډ کړې شويدې