مراد علی شاه بیا د سنده وزیراعلی جوړ شوی دی

0
28
مراد علی شاه بیا د سنده وزیراعلی جوړ شوی دی

سيد مراد علی شاه دويم ځل لپاره د سندهـ وزيراعلی جوړ شويدې، اسمبلۍ ته ئی وينا په وخت وئيلي چې د صوبې ترقې لپاره به کار کوي او کوشش به کوي چی اپوزيشن ډلو ته د ګوتې پورته کولو موقع ورنکړي
سندهـ اسمبلۍ غونډه اسمبلې اسپيکر آغا سراج دراني په مشرئۍ کښې شوې چې پکښې د صوبۍ قائدايوان لپاره وؤټنګ شويدی،سندهـ صوبۍ قائدايوان لپاره پيپلز پارټۍ سيد مراد علی شاه او اپوزيشن ډلو لخوا شهريار مهر مدمقابل وو
سيد مراد علی شاه سندهـ اسمبلې کښې ترسره شوي انتخاباتو کښې اووه نوي ووټونه اخيستي او د صوبۍ نوې وزيراعلی جوړ شويدې،مخالف اميدوار شهريار مهر يو شپيته ووټونه اخيستي دي
قائد ايوان جوړيدو وروستو مراد علی شاه سندهـ اسمبلې کښې ناست ايم پي ايز مننه کړيده او خپل خطاب په وخت ئی وئيلي دي چی سندهـ خلقو د دوئي په پارټۍ يو واري بيا باور کړې او دوي ته ئې په صوبه کښې اقتدار ورکړيدې نو ځکه به دوي کوشش کوي چی د صوبې خلقو ستونزی له منځه يوسي او محرومي ئې لرې کړي،‎مراد علی شاه دا هم وئيلي چی دوئي به دا هم کوشش کوي چی اپوزيشن ډلې خوشحاله اوساتي او هغوي ته د نيوکۍ کولو يا ګوتې پورته کولو موقع په لاس ورنکړي
ياده دې وى چې مراد علی شاه جولائی مياشتې دوه زره شپاړسم نه تر کال دوه زره اتلسم مئۍ مياشت پورې هم د سندهـ وزيراعلی پاتې شويدے
پاکستان پيپلز پارټۍ کو چيئرمين آصف علی زرداري هم مراد علی شاه ته په وزيراعلی جوړيدلو امبارکي ورکړی او عزم ئې کړې چې مراد علی شاه به د سندهـ خدمت کوي