مردان انټى کرپشن کارروائى

مردان انټى کرپشن د يوې کارروائى دوران د خزانه ډهيرې پټوارى سجاد على  او د هغه منشى فضل ربى د رشوت پيسو سره په موقع ګرفتار کړې او هغوي په ضد ئي مقدمه درج کړيده،د اسسټنټ ډائرائکټر فرخ سير مطابق معطل پټواري کاشف کار س کار کښي په مداخلت نيولې شوي دي

د اسسټنټ ډائرائکټر فرخ سير مطابق ډپټي کمشنر مردان په خصوصي هداياتو او اطلاع د پټواريانو د کرپشن په کارروائي عمل کښي راوستي شويده اے ډي انټي کرپشن مردان  فرخ سير وائي چي يو تن د خزانه ډهيرې پټواري په ضد درخواست ورکړو چي سجاد علي نومي پټواري د زمکې فرد لپاره دهغه نه د څلويښت زره روپو مطالبه کوي،انټي کرپشن اهلکارو په درخواست کارروائي کړې او پټواري سجاد علي او د هغه منشي فضل ربي ئي د نشان زده څلويښت زره روپو سره په موقع ګرفتار کړي،په دي موقع معطل پټواري کاشف کار سرکار کښي مداخلت کړي او پټواري سجاد د خلاصولو کوشش کړي چي په ترڅ کښي کاشف هم نيولې شويدي،د دري وانړه ملزمانو په ضد مقدمه هم درج کړې شويده