مردان سنټرل جيل کښې د قيديانو تر مينځه جهګړه کښې ېو قيدې په حق رسيدلے

مردان سنټرل جيل کښې د قيديانو تر مينځه جهګړه کښې ېو قيدې په حق رسيدلے

د مردان سنټرل جيل کښې دننه د قيديانو تر مينځه جهګړه شوېده چې په کښې د ترهه ګرۍ مقدماتو کښې قيد وحيدالله په حق رسيدلے دے
د جيل انتظاميې ترمخه دا واقعه د تيري جمعې په ورځ مخي ته راغلي وه وحيدالله نومي قيدي ته خصوصي عدالت پينځويشت کاله سزا اورولي وه د جمعه په ورځ هغوي د جيل دننه نورو قيديانو سره په څه تنازعه تاو تريخوالي رامخي ته شو او په تيز دهاره آله پرے ګذار اوشو
قيدي وحيدالله سخت ژوبل شو او د جيل په هسپتال کښې په علاج پروت وو چه نن ئي ساه ورکړه
د جيل انتظا ميه وينا ده چې د ژوبل قيدي د علاج لپاره مو ډي پي او مردان ته خبرداري ورکړي وو خو د پوليس له اړخه هيڅ تعاون نه وو شوے او د جيل دننه هسپتال کښې قيدي په حق اورسيدو ، د مړ شوي قيدي تعلق د پيښور سيمي سره وو