مردان پوليسو کهلونا نما ټوپکو ،تمانچواو پټاخو خلاف کريک ډاؤن کړي

پيښور ضلعى انتظمايې دکاروائۍ په وخت داتش بازۍ او کهلونا نما وسله ضبط کړې

مردان پوليسو کهلونا نما ټوپکو ،تمانچواو پټاخو خلاف کريک ډاؤن شورو کړي او چهاپو دوران ئې لوئي مقدار کښې پټاخے او پلاسټکي وسله برآمد کړېده
مردان ډي پي او دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د ضلعي پوليسو مشر سجاد خان په خصوصي هدايت کهلونا نما وسلو او پټاخو خلاف مهم شورو کړېدے
بيان تر مخه د هوتي تهاڼې پوليس ايس ايچ او مقدم خان د کاروائې دوران لوئي مقدار کښې پټاخے،کهلونا وسله برآمد کړي او ملزمانو خلاف مقدمه درج کړي شوېده
ډي پي او سجاد خان د مردان اولس ته اپيل کړي چې خپل ماشومان د دا قسمه وسلو او پټاخو اخستو نه لري وساتي او د دې ناسور د خاتمے لپاره دې پوليسو سره تعاون وکړي