مردان کښې د ماشومې د قتل په الزام کښې پينځه کسان نيولے شوي

مردان کښې د ماشومې د قتل په الزام کښې پينځه کسان نيولے شوي

دوه ورځې وړاندې په مردان کښې اته کلنه ماها نومې ماشومه څوک چې دکان ته د سودا لپاره تلې وه، لاپته شوې وه د کومې چې تېره ورځ مړے ميلاؤ شوے، ذرائعې وائي چې د قتل واقعې په الزام کښې پينځه کسان نيولے شوي په کومو کښې چې يوکس د ماشومې سره د جنسي زياتي اعتراف هم کړے، ډي پي او مردان وائي چې ما ته هم داسې اطلاعات مخي راته راغلي چې د ماشومې سره زياتے شوے او د زياتي وروستو قتل کړے شوېده، دې سلسله کښې د تحقيقاتو لپاره جےآئي ټي تشکيل کړے شوېده