مردان کښې د ميټرک او انټر امتحانونو کښې کم نمبرې اخيستونکى طالب علمانو کالج چوک مردان کښې احتجاج کړے

مردان کښې د ميټرک او انټر امتحانونو کښې کم نمبرې اخيستونکى طالب علمانو کالج چوک مردان کښې احتجاج کړےاو د مردان بورډ انتظاميي خلاف ئي سخته نعره بازي کړے، دوه مطالبه کوي چي د دوې د پرچو دي ريچيکنګ اوکړے شي، په دې موقع د مردان کالج چوک د هر قسم ټريفک لپاره بند وؤ احتجاج دوران مطاهرچيانو د چيئرمين بورډ او انتظامئۍ خلاف د کاروائي غوښتنه کړے او وئيلي دي چې د دوې د پرچو دې ريچيکنګ اوکړے شې ګني دوې به خپل احتجاج ته دوام ورکړي بلخوا د مردان کاټلنګ يو نجي کالج طالبعلم خيبرنيوز ته وئيلي دې چې مردان بورډ هغه په يوؤلسم او دولسم جماعت د اردو په پرچو کښي فيل کړے خالانکه د اردو مضمون د هغه په امتخاني شيډول کښي شامل هم نه وؤ