مردان کښې د پوليو ټيم سره په ډيوټۍ معمور پوليس اهلکارو شهادت باندې وزيراعلى محمود خان د خفګان اظهار کړې

مردان کښې د پوليو ټيم سره په ډيوټۍ معمور پوليس اهلکارو شهادت باندې وزيراعلى محمود خان د خفګان اظهار کړې  او وئيلي دي چې د دې واقعي څومره مذمت اوشي کم دے، واقعي کښې ککړ عناصر زمونږ د بچو دشمنان دي او دا چې دوي په يو صورت هم د قانون ګرفت نه بچ کيدلے نه شي

مردان رستم کښې د پوليو ډيوټۍ باندي معمور دوه پوليس اهلکارانو شهادت باندي وزيراعلي محمود خان د شهداو کورنۍ سره تعزيت کړے،او د شهداو درجاتو بلندۍ دپاره ئې دعا کړيده وزيراعلي محمود خان خپل بيان کښې وئيلي دي چې پوليس دې واقعي کښې ککړ عناصرو فوري ګرفتارۍ لپاره ضروري ګامونه پورته کړي،صوبائي حکومت د شهداو وارثان يواځي نه پريدي، محمود خان دا هم وئيلي چې صوبائي حکومت صوبه د پوليو نه صفا کولو په لاره کلک ولاړ دے،داسي قسمه واقعات زمونږ حوصلي نه شي کمزورولے