مردان کښې د کباړ په دکان کښې لګيدلي اور باندې قابو موندلے شوې

0
12
مردان کښې د کباړ په دکان کښې لګيدلي اور باندې قابو موندلے شوې

د مردان دوران آباد علاقه کښې د کباړ په يو دکان کښې اور لګيدلے په کوم چې امدادي ټيمونو د اته ګهنټو مسلسل کوششونو وروستو قابو موندلې ده ، د اور په پېښه کښې د کباړ زياتره سامان سوزيدلےدے
ريسکيو ادارو ترمخه د مردان په کاټلنګ چوک دوران آباد کښې واقع کباړ په يو دکان کښې بيګا ناساپه اور لګيدلے وو، د ريسکيو شپږ فائر وهيکل او يو واټر براوزر په مرسته سره په دغه اور د اته ګهنټو مسلسل کوشش وروستو قابو وموندلے شوه
امدادي ټيمونه وائي چې د کباړ په ګودام کښې اور د بجلۍ شارټ سرکټ په وجه لګيدلے وو د کوم په وجه چې ګودام کښې موجود زياتره کباړه سوزيدلے دے ، د کباړ ګودام سره خواو شا کښې آبادي هم موجود وه ولې بروقت کارروائۍ په وجه نورې آبادۍ ته څه نقصان نه رسيدلے دے