مردان کښې پى ټى آئى کارکنانو د پارټۍ په ټکټونو تحفظاتو اظهار کړې

مردان کښې د پاکستان تحريک انصاف کارکنانو بلدياتى انتخاباتو کښې د پارټي په ټکټونو د خپل تحفطاتو اظهار کړي او ووئيلي دي چي بلدياتي انتخاباتو لپاره د پارټي ټيکټونو کښي ورکر نظرانداز شوي او په پيراشوټ راغلي اميدوارانو تا ټيکټ ورکړي شويدي ۔ هغوي د پارټي مشرانو نا د ټيکټونو په حواله واضاحت غوښتے او ووئيلي چي که چرے مشرانو د پارټي په ټيکتونو کارکنان مطمعين نه کړل نو دوي با د ټيکټونود فيصله په ضد په احتجاج کولو مجبور وي ۔

مردان پريس کلب کښي د پاکستان تحريک انصاف يوته ونګ چئيرمين کليم الله يو خبري غونډه کښي ووئيلي دي چي د پارټي لپاره قرباني ورکونکي کارکنان بلدياتي انتخاباتو کښي د پارټي ټيکټونو کښي نظر انداز شويدي او په پيرا شوټ راغلي اميدوارانو تا د پارټي ټيکټونه ورکړي شويدي ۔ هغوي زياته کړه چي که چرے د پارټي د ټيکتونو په حواله د کارکنانو تحفظات لري نه شو نو دوي با د پارټي د ټيکټونو ورکولو په ضد په احتجاج کولو مجبور وي هغوي دا هم ووئيل چي د پارټي ټيکتونو کښي د پارټي اصول او قوائد نظر انداز شويدي د کومي چي پارټي تا د نقصان رسيدو انديښنه ده د کومي چي دوي چرے هم اجازت ورنکړي ۔ کليم الله ووئيل چي دوي د وزير اعظم عمران خان او پارټي په وژن کلک ولاړ دي ولے چاته هم با دپارټي د اصولو د خلاف ورزي اجازت ورنکړي ۔ کليم الله ووئيل چي که چرے د پارټي مشرانو د پارټي ټيکتونو په حواله د کارکنانو تحفطات لري نه کړي نو دوي با په احتجاج کولو کښي په ځق وي ۔ په دے محال يو شمير د تحريک انصاف کارکنان هم موجود وو