مردان ګمبټ سکينډرى سکول کښې د بل رور په ځائې امتحان ورکونکى ګرفتار

دمردان په ګمبت هائير سکنډري سکول کښې د چهاپے په وخت د ډ پټي کمشنرحبيب الله عارف،ملزم طلحه سليم او شفيع الله ګرفتار کړي دي ولے چه د نهم جماعت طالب علم طلحه سليم په ځائے د هغۀ رور شفيع الله امتحان ورکولو بل خوا د مذکوره سکول سپرټنډنټ هم په موقع ګرفتار کړے شوے دے

د ډپټې کمشنر مردان ترجمان لخوا جاري شوے بيان ترمخه په ګورنمنټ هائير سکنډري سکول ګمبت باندے ډ پټې کمشنر د خپلے عملےسره چهاپه اووهله او په دغه موقع ئي د رے ملزمان طلحه سليم ، شفيع الله بشمول د امتحاني هال سپرنټنډنټ محمد عارف هم ګرفتار کړۓ دے د درے واړو ملزمانو په ضد ايف ائي ار درج کړے شوے دے د ډي سي ترجمان وينا ده چه د نهم جماعت د کيمسټري پرچه شروع وه په دغه موقع ملزم شفيع الله ګرفتار کړے شو ولے چه هغه د خپل رور طلحه سليم په ځائے د نهم جماعت پرچه ورکوله په دے موقع د امتحاني هال سپرنټنډنټ محمد عارف هم ګرفتار کړے شو د ترجمان وينا ده چه د درے واړه ملزمانو خلاف ايف ائي ار درج کړے شوے دے