مرى سره تعلق لرونکى جينۍ پمز هسپتال کښې ساه ورکړي

مرى سره تعلق لرونکى جينۍ پمز هسپتال کښې ساه ورکړيده بلخوا دا جينۍ خاندان او  پلار د پمز هسپتال انتظاميې پرضد احتجاج هم  کړيدے 
تفصيلاتو ترمخه مرى سره تعلق لرونکى جينۍ څوک چې تيره ورځ د رشتے په تنازعه باندې سوزلې شوې وه نن په پمز هسپتال کښې ئې ساه ورکړيده 
د جينۍ پلار په هسپتال انتظاميه الزام لګولے دې چې د هغوى د غفلت په وجه  هغه مړه شويده 
ولې هسپتال انتظاميه وائى چې دغه جينۍ پرون په  ډير تشويش ناک حالت کښې هسپتال ته راوړلې شوى وه او د هغې باوجود پينځه اتيا فيصده هغه فيصده سوزيدلى وه د کوم چې ډاکټرانو د بچ کولو مکمل کوشش اوکړو خو هغې د ژوند بازى اوبيلله
ياده دې وى چې تيره ورځ مرى کښې يو جينۍ څوک چې په سکول کښې استاذه هم وه د درشتے نه انکار په وجه پينځه کسانو سوزولى وه  او بيا ئې کندې ته غورځولى وه