مريم نواز وئيلى دى چې د جبر او ټګۍ باوجود ضمنى او کنټونمنټ بورډ انتخاباتو کښې پى ټى ائى ته ماتې ورکړې شوې

د ن ليګ نائب صدرې مريم نواز وئيلي چي جبر او ټګۍ نه باوجود ضمني او کنټونمنټ بورډ ټاکنو کښې پي ټي آتي ته ماتي ورکړې شوې ، مريم اوئيل چي دکال دوه زره اتلسم ټاکنو کښې ناروا تګي شوې وه خو هغه ورځ لرې نه ده چې تحريک انصاف سره به د عامو ټاکنو لپاره اميدوار هم نه وي

د ن ليګ سرګودها ډويژن غونډه ماډل ټاون سيکرټيريټ کښې وشوه چي پکښې ن ليګ پنجاب صدر رانا ثنا الله ، پښواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ، د پارټي جنرل سيکرټري احنس اقبال ، اويس لغاري ، سردار اياز صادق ، ن ليګي غړو او پارټي نورو واکمنو شرکت وکړو په دي موقع وينا کښې ن ليګ نائب صدري مريم نواز اوئيل چي داسي جبر په ماحول کښې چي هر خوا ټګي ، دړکي او طاقت استمال جاري دے بدترين سياسي انتقام روان دے ، د ن ليګ مشران او کارکنان په نښه کړلي شوي ولي دينه باوجود پي ټي آئي ته ضمني او کنټونمنټ بورډ ټاکنو کښي ماتي ورکړلي شوي مريم نواز اوئيل چي ګراني ، بيروزګاري ، معيشت تباهي او پاکستان عزت ختمولو له وجي به پي ټي آئي سره راتلونکي اليکشن کښي ودرولو لپاره اميدوار هم نوي ،مريم زياته کړه چي ن ليګ به د نواز شريف په بيانيے او شهباز شريف خدمت په بنياد يو ځلي اقتدار کښې راځي