مريم نواز که بيماره شوه نو هغوي ته هم بهر ملک ته علاج لپاره د تلو اجازت ميلاويدلے شي

مريم نواز که بيماره شوه نو هغوي ته هم بهر ملک ته علاج لپاره د تلو اجازت ميلاويدلے شي

وفاقي وزير داخله اعجاز شاه وئيلي دي که مريم نواز بيماره شوه نو هغوي ته هم بهر ملک ته علاج لپاره د تلو اجازت ميلاويدلے شي او نواز شريف سره هيڅ قسمه ډيل نه دے شوے
ننکانه صاحب کښې ميډيا سره خبرو کښې وزير داخله اعجاز شاه ووئيل چې نواز شريف سره نه ډيل روان دے او نه ډهيل ورکولے شي ، عمران خان داسې کس نه دے چې چا سره ډيل اوکړي
هغه ووئيل چې نواز شريف ته د انساني همدردۍ په بنياد بهر ملک ته علاج اجازت ورکړے شوے ،ځکه چې ډاکټرانو د نواز شريف حالت تشويشناک ګرځولے دے او د هغه علاج پاکستان کښې ممکن نه دے
وزير داخله دا هم ووئيل چې نواز شريف پلار ، کورودانه او ورور قبرونو پاکستان کښې دي هغه پاکستان نشي پريښودلے
يو سوال په جواب کښې وزير داخله وينا وه که مريم نواز بيماره شوه نو هغې ته هم بهر ملک کښې علاج اجازت ميلاويدلے شي خو اوس هغه صحتمنده ده
د آزادي مارچ متعلق اعجاز شاه ووئيل چې مولانا فضل الرحمان زر تلو واله نه دے ، مونږ به ورته دومره مينه ورکړو چې د وزيراعظم استعفي به ورنه هيره شي
وزير داخله دا اومنله چې بې شکه ګراني ډير زياته شوېده او مونږ د دې کمولو او ګورننس ښه کولو کوششونه کوي