مستونګ بمي چاودنې خلاف کوئټه کې شټرډاون هړتال شوي

مستونګ بمي چاودنې خلاف کوئټه کې شټرډاون هړتال شوي

تيره ورځ د بلوچستان مستونګ سېمه کې د جميعت علما اسلام رهنما حافظ حمدالله باندې شوي بمي چاودنې خلاف کوئټه ښار کې شټرډاون هړتال شوي

هړتال د جميعت علمااسلام لخوا د مستونګ پيښي خلاف شوي، کوم ته د عوامي نشنل پارټې او پښتونخوا ملي عوامي پارټې ملاتړ هم ترلاسه وو،
بل خوا چاودنه کې ژوبل شوي کسانو علاج جاري دے، دجمعت علما اسلام مرکزي سېکرټري مولانا غفورحيدري وائي چي دا چاودنه ريموټ کنټرول وه، او تارګټ ئي د جميعت کارکنان وو ، او دا يو تسلسل دې چي د جميعت علما اسلام خلاف داسي کارروياني رواني دے،
مولانا غفور حيدري مطابق د باجوړ حمله د دي پېښو يوا کړي وه، په دي حملو کښې يو غټ لاس ککړ دے، ولي په ظاهره باندي ځني ترهه ګر تنظيمونه زمه داري قبوله کړي،
مولانا غفور حيدري د پيښے تحقيقاتو کولو غوښتنه کړيده