مسجد نبوي صلي الله عليه وسلم پشمول نور جوماتونو مونځ ګزارو لپاره کولاؤ کړے

مسجد نبوي صلي الله عليه وسلم پشمول نور جوماتونو مونځ ګزارو لپاره کولاؤ کړے

د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره د خوشحالۍ خبر ، د کورونا لاک ډاؤن له وجې تيرو دوه مياشتو راهسي بند خانه کعبه او مسجد نبوي صلي الله عليه وسلم پشمول نور جوماتونو هم مونځ ګزارو لپاره کولاؤ کړے شويدي،سعودي حکومت ټولو جماتونو کښې د حفاظتي ايس اوپيز يقني جوړولو حکم هم جاري کړيدې
د ايس او پيز خپلولو ورستو عام خلقو ته د مونځ ادا کولو اجازت ورکړے شوے، دې نه علاوه نور جوماتونو هم مونځ ګزارو لپاره کولاؤ کړي دي
انتظاميه وائي چې په مسجد نبوي صلي الله عليه واله وسلم کښې به مونځ ګزار ته په فرش د سماجي فاصلې سره مونځ ادا کولو اجازت وي
حرم کښې د ګنجائش حساب سره صرف څلويښت فيصده مونځ ګزارو ته د راتلو اجازت ورکړے شوے ، د مسجد نبوي صلي الله عليه واله وسلم د نوي حصې نه علاوه بيروني صحن نه قالينونه لرې کړے شويدي او نور حفاظتي اقدامات هم پورته کړې شويدي
دوه مياشتې وړاندې د کورونا وائرس خوريدو انديښنې له وجې سعودي حکومت خانه کعبه او مسجد نبوي د عام مونځ ګزارو لپاره بند کړې وو

blank