مسلم امه دي د کشميريانو مدداوکړي،سيد علي ګيلاني

مسلم امه دي د کشميريانو مدداوکړي،سيد علي ګيلاني

د حريت رهنما سيد علي ګيلاني کشميريانو په نوم ليکلې خط په منظر عام راغلې، خط کښې سيد علي ګيلاني کشميريانو ته اپيل کړې چي هغوي دي د بهارتي ظلم خلاف راوځۍ، خط کښې وئيلي شوي چي پاکستاني حکومت ، عوام او مسلم امه د مسئله کشمير اهم فريق دي ،ځان دي په فوري توګه د کشميريانو مدد لپاره راورسوي
د حريت کانفرنس بزرګ رهنما سيد علي ګيلاني د کشميريانو په نوم خط ليکلې، خط کښې ئي د کشميريانو نه د بهارتي ظلمونو خلاف په غټه پيمانه احتجاجونه او مظاهرې کولو اپيل کړې دے
سيد علي ګيلاني وئيلي دي چي پاکستانې حکومت، عوام او ټول مسلم امه د مسئله کشمير اهم فريق دي ، هغوي دي هم د بهارت خلاف د کشميريانو مدد لپاره ځان راورسوي
حريت مشر خپل خط کښې ليکلي چي کشمير د څو ورځو راهسي بند دے، وادۍ نه جيل جوړ کړې شويدې، په زرګونو خلق نيولي شويدي، عالمي ورولي دي د دي بربريت نوټس واخلي،
سيد ګيلاني زياته کړيده چي بهارت کشميري عوام نه بلکه د کشمير زمکه حاصلول غواړي