مسلم ليګ ن انټرا پارټى اليکشن اتلسم اکتوبر باندې کولو فيصله کړې

مسلم ليګ ن انټرا پارټى اليکشن د اتلسم اکتوبر باندې کولو فيصله کړېده،درې نيم کاله پس د ن ليګ سنټرل ايګزيکټيو کميټۍ غونډې وزيراعظم نوازشريف باندې د اعتماد اظهار کړېدے
پاکستان مسلم ليګ ن سنټرل ايګزيکټيو کميټۍ مهمه غونډه اسلام آباد کښې يو نجى هوټل کښې درې نيم کاله پس شوې چې مشرى ئې وزيراعظم نوازشريف کوله
اجلاس کښې د څلور واړو صوبو او مرکز کښې د پارټۍ عهدو انتخابات روان مياشتې په اتلسم نيټه باندې کولو منظورى ورکړې شوېده
وزيراعظم نوازشريف غونډې ته خپله وينا کښې اوئيل چې کوم وخت ن ليګ اقتدار ترلاسه کړې وو نو د ملک معاشى حالت ډير خراب وو،ذرمبادله ذخائر پنځه نيم ارب ډالر وو کوم چې دا مهال دريويشت ارب پنځوس کروړه ډالره دے
سټاک ايکسچينج دوه زره انډيکس پوائنټ باندې وو کوم چې دا وخت يوڅلويښت زرو ته رسيدلې دے او د دې نه ثابتيږى چې دملک معيشت مضبوط دے او مخ په ترقۍ روان دے
وزيراعظم دا هم اوئيل چې راتلونکى يو کال دننه به لس زره ميګاه واټ بجلى به ګريډ سسټم کښې شاملولې شى چې به ورسره ملک نه د لوډشيډنګ خاتمه هم اوشى
وزيراعظم ترمخه ديامربهاشا ډيم لپاره سل ارب روپۍ جارى شوى دى چې به ورسره د مقامى خلقو نه زمکې اخستو عمل تيز کړى شى
سى پيک په حواله وزيراعظم اوئيل چې دې پراجيکټ کښې د توانائۍ منصوبو سره به ملک کښې د ترقۍ نورې لارې پرانستې شى
اجلاس وزيراعظم باندې د اعتماد قرارداد هم پاس کړېدے او يو بل قرارداد کښې وئيلى شوى دى چې ملک کښې منتخب ادارې او آزاد عدليه موجود ده په سړکونو د احتجاج په ځائې دې ادارو سره تماس نيول پکار دى