مسلم ليګ ن د اختر نه ورستو مهنګايي او بے روزګاري په ضد اولسي کچ باندي رابطه مهم چلولو اعلان کړے

0
25

مسلم ليګ ن د اختر نه ورستو مهنګايي او بے روزګاري په ضد اولسي کچ باندي رابطه مهم چلولو اعلان کړے او ويلي چۍ سړکونو باندے راتلل يا حکومت راغورزولو فيصله به آل پارټۍ کانفرنس کښې کولې شي
آسلام آبا د کښۍ د پارټۍ نورو غړو سره په شريکه ميډيا بريفنګ دوران پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي وينا وه چې مونږ حکمرانانو ته دا مشوره ورکوو چې که چرۍ رښتيا نه شي وئيلي نو دروغو نه دي هم ډډه اوکړې
دوي غوښتنه کوله چې ملک کښې د ګرانۍ موجوده صورتحال په تناظر کښې دي لږ تر لږه تنخواه شل زره روپے مقرر کړې شي او دي سره سره دي د پټرول او ډيزل په نرخونو کښې شوي غيرمعمولۍ اضافه هم واپس واخيستي شي
د مسلم ليګ ن مشرانو اوئيل چې د پټرول او ډيزل هغه قيمت دے مقرر کړے شي کوم چي د برداشت قابل وي او راتلونکي بجټ کښۍ اضافي ټيکسونه لګولو نه ډډه کړې شي
آيې ايم ايف سره د لوظنامے په حقله مسلم ليګ ن رهنما وينا وه چۍ آئئ ايم ايف سره په د شرطونو کښې ډير شکوک و شبهات دي نوځکه اولس دي په دي حواله اعتماد کښې واخيستي شي