مشال خان قتل کيس ، عدالت د خېبرپښتونخوا حکومت اپيلونه سماعت لپاره منظور کړى

مشال خان قتل کيس کښې سپريم کورټ د ملزمانو بري کيدو پرضد او سزا سيوا کولو لړ کښې دخيبر پښتونخوا حکومت اپيلونه اورېدنې لپاره منظور کړي،عدالت دې مقدمه کښې د سزاګانو پرضد د ملزمانو اپيلونه هم اورېدنې لپاره منظور کړيدي

د جسټس مقبول باقر په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د مشال خان قتل مقدمې سماعت کړې خيبر پښتونخوا حکومت مشال قتل کيس کښې څلور ملزمانو بريت پرضد او د درې ملزمانو سزا کښې اضافې لپاره سپريم کورټ کښې اپيلونه جمع کړې وو دې کيس کښې ملزمانو هم سزاګانو خلاف اپيلونه دائر کړې وو سپريم کورټ د خيبر پښتونخوا حکومت او ملزمانو لخوا جمع کړي شوي ټول اپيلونه اورېدنې لپاره منظور کړيدي