مشهوره پښتنه سندرغاړې رېشما خان د خپل خاوند د لاسه قتل، رپورټ درج

0
45
مشهوره پښتنه سندرغاړې رېشما خان د خپل خاوند د لاسه قتل، رپورټ درج

د سټېج مشهوره پښتنه هنرمنده او سندر غاړې رېشمه خان خپل خاوند د نوښار په نوشهره کلا سيمه کښې خپل خاوند په ډزو وژلې ده۔
مقامي پوليس يو بيان کښې وئيلي دي چې د رېشما ورور عبېد الله د هغې د مرګ اېف آئي آر درج کړے دے چې پکښې د هغې خاوند په ګوته کړے شوے دے۔
د رېشما خان وادۀ د رحيم آباد سيمې فائده خان سره شوے وو خو ولې د کورنۍ څۀ شخړې له وجې د ملک نه بهر مزدورۍ لپاره تلے وو۔
عبېد الله په رپورټ کښې وئيلي دي چې فائده خان د رېشما خان سره د خپل پلار تپوس له تلے وو خو ولې ډېر وخت بعد بېرته کور ته واپس نۀ شول۔
د رېشما خان ورور مخکښې وئيلي دي چې دې سلسله کښې هغه د خپلې خور کور ته لاړو خو ولې خپله خور ئې مړه بيا مونده۔
د اېف آئي آر درج کولو نه پس پوليس د کېس تحقيقات شروع کړي دي۔
رېشما خان مشهوره سټېج هنرمنده او پښتنه سندرغاړې وه چې د ملک دننه او بهر به ئې هنرمندي کول او سندرې به ئې وئيلې۔