مشهور اداکاره صبيحه خانم د پينځه اتيا کالو په عمر کښې پحق رسيدلي ده

مشهور اداکاره صبيحه خانم د پينځه اتيا کالو په عمر کښې پحق رسيدلي ده

د تېر وختونو مشهور اداکاره صبيحه خانم د پينځه اتيا کالو په عمر کښې پحق رسيدلي ده، خانداني ذرائعې مطابق صبيحه خانم د ګردو، شوګر، بلډپريشر او نور يوشمېر بيمارو مريضه وه
اداکاره صبيحه خانم په شپاړسم اکتوبر کال نورلس سوه پينځه دېرشم کښې په ګجرات کښې پيدا شوې وه، صبيحه خانم په پنځوستمه او شپيتمه لسيزه کښې پاکستاني سنيما باندې راج کړے وو، صبيحه خانم کنيز، مکهړا، انوکها او تهذيب پشمول نور يوشمېر فلمونو کښې د اداکاري کړي وه ،هغې ته په بهترينه کارکردګۍ باندې تمغه حسن کارکردګي هم ورکړے شوے او د پاکستان د ټولو نه غټ فلمي ايواډ نګار اعزاز ئي هم ترلاسه کړې وو

blank