مشيرخزانه عبدالحفيظ شيخ په مشرۍ کښې د اقتصادي رابطه کميټۍ اجلاس شوے

مشيرخزانه عبدالحفيظ شيخ په مشرۍ کښې د اقتصادي رابطه کميټۍ اجلاس شوے

مشيرخزانه عبدالحفيظ شيخ په مشرۍ کښې د اقتصادي رابطه کميټۍ اجلاس شوے،اجلاس کښې د ملک د معاشي صورتحال جائزه اخستے شوې،
د وړو،غواړو او نور خوراکي څيزونو په نرخونو باندې د کنټرول ساتلو هم هدايات شويدي
مشيرخزانه عبدالحفيظ شيخ د اي سي سي اجلاس مشري کړې په کوم کښې چې په ملک کښې په روانې ګرانۍ باندې بريفنګ ورکړےشويدے،اجلاس کښې د وړو ،نان، غواړو او نور خوراکي څيزونو نرخونه کنټرول کولو هدايت شوے او د غنموبهر ته ليږلو باندې د پابندۍ لګولو هم فېصله شوېده،غونډه کښې د پي آئي اے مالي مرستو په مدکښې د اوويا کروړه روپو پورې د رقم خرچ کولو اجازت ورکړيدے، اي سي سي اجلاس دوران د تماکو او د يوريا بوجۍ قيمت د تعين کولو فيصله شويده،اجلاس دوران هنګو کښې مختلفو کلي والو علاقو ته د ګيس ورکولو متعلق هم غور شويدے