مظفرآباد کښې يو جيپ دريائے نيلم ته پريوتے چې پکښې پينځه کسان په حق رسيدلي دي

مظفرآباد کښې يو جيپ دريائے نيلم ته پريوتے چې پکښې پينځه کسان په حق رسيدلي دي،پېښه کښې درې نور کسان ژوبل هم دي څوک چې نزدې هسپتال ته علاج معالجې لپاره منتقل کړے شويدي
مقامي پوليسو ترمخه د مظفرآبادکامسرډونګاکس مقام باندې يو جيپ دريائے نيلم ته غورزيدلے دے،دغه جيپ کښې د يوې ماشومې پشمول اته کسان سوارۀ وو،مقامي پوليس وائي چې په واقعه کښې پينځه کسان پحق رسيدلي او درې پکښې نور ژوبل شويدي، د حق رسيدلي کسانو مړي او ژوبل کسان د متاثره ځائے نه راويستلے شوي او زخميان نزدې هسپتال ته د علاج معالجې لپاره منتقل کړے شوي چرته چې هغوي ته ابتدائي طبي امداد ورکړے شويدے، پوليس ذرائعې زياتوي چې د دغه علاقې لاره ډېره خطرناکه ده او د لارې په غاړه د سيفټي وال د نشتوالي په وجه اکثره داسې قسمه حادثات رامخې ته کيږي