معاشي بهتري لپاره به صنعت کارانو ته سبسډي ورکولے کيږي: حفيظ شيخ

موډيز د پاکستان درجه بندي مستحکم کړې کوم چي معاشي اصلاحاتو باندي د اعتماد اظهار دې

خزانے مشير عبدالحفيظ شيخ وئيلي چې معاشي بهتري لپاره به صنعت کارانو ته سبسډي ورکولے کيږي او تر دے دمه سرمايه کارو ته ته دوه سوه اربه روپي سبسډي ورکړي شويده
خزانے مشير عبدالحفيظ شيخ لخوا جاري شوي بيان کښې ويلي شوي چې بين الاقوامي مالياتي ادارے مونږ په اصلاحاتو په عمل اعتماد اظهار کړے
هغوي زياته کړي چې په ايف بي آر کښې به اصلاحات کوو، ټيکس په نظام کښۍ بهتري راغلي او سخت معاشي صورتحال باندي مو قابو موندلي دې
مشير خزانه حفيظ شيخ دا هم وئيلي چې تير څلور مياشتو دوران سټيټ بينک نه قرضه نه ده اخيستي،کرنټ خساره کمه شويده او سرمايه کارو ته دوه سوه اربه روپي سبسډي ورکړيده
هغوي مخکښي وئيلي چې تير څلور مياشتو کښې پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې اضافه نه ده شوه او سټاک ايکسچنج کښې ډير حده پوري بهتري راغلي ده
مشير خزانه وئيلي چې حکومت توانائي په شعبه کښې دونيم سوه اربه روپي خرچ کوي