معاشي ټيم د الجهن ښکار دے

د تحريک انصاف مشر او د اطلاعاتو پخواني وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې معاشي ټيم د الجهن ښکار دے او د دوي سياست دفن شوېدي،هغه اويل چې د نيب کيسونه ختمولو کار مهارت سره روان دے، د غلا او ډکيتۍ مقدمو کښې هم بري کيدل جاري دي
خپل يو بيان كښې فواد چوهدري وئيلي د مفتاح اسماعيل او اسحاق ډار متضاد بيانونو لوجي د آئي اېم اېف په پروګرام كښې نور مشکلات پيدا شوېدي، دا معاشي ټيم د تاريخ تر ټولو احمق ثابت شوې، فواد چوهدري مخکښې وائي چې نیمه کابينه سره متعلقه محکمي نشته او کوم کسانو سره چې محکمي دي هغوي په کار نه پوهیږي، آئي ټي وزارت نه يو ډيش بورډ هم جوړ نه شو، فواد چوهدري زياته کړۀ چې د نېب کيسونه ختمولو کار مهارت سره روان دی ،د غلا او ډکيتۍ مقدمو کښې هم بري کيدل جاري دي