معروف ټي وي ادار قاضي واجد اووه اتيا کالو په عمر کښې په حق رسيدلے دے

0
58

معروف ټي وي ادار قاضي واجد اووه اتيا کالو په عمر کښې په حق رسيدلے دے ،تېره ورځ طبيعت ناسازۍ په وجه هغه د کراچۍ يو هسپتال کښې داخل کړے شوے وو
قاضي واجد د اردو په يوشمېر فلمونو او ډرامو کښې اداکارۍ کړې ، سينئر اداکار د خپل کيريئر آغاز د ريډيو پاکستان نه کړے وو
د چا شمار چې د ريډيو انډسټري په سينئر کسانو کښې کيدو، اداکار په کال نورلس سوه اته اتيا کښې د پرائډ آف پرفارمنس اعزاز هم ترلاسه کړے وو
د قاضي واجد په مشهور ډرامو کښې کرن کهاني ، آنګن ټيړا ، تعليم بالغان ، دهوپ کنارے، تنهائيا او ماروي شامل دي ، د اداکار يوه لور فضيله قيصر هم د اداکارۍ شعبې سره وابسطه ده
سينئر اداکار دوه هفته وړاندې بهروز سبزواري سره سعودي عرب ته هم تلے وو ، يوشمېر اداکارانو او اعلي شخصياتو د هغوي په مرګ افسوس اظهار هم کړيدے