مغربي ترکي کښي داووه درجے شدت زوردارے زلزلے ازمير ښار کښي په لويه پيمانه تباهي خوره کړي

مغربي ترکي کښي داووه درجے شدت زوردارے زلزلے ازمير ښار کښي په لويه پيمانه تباهي خوره کړي

مغربي ترکي کښي داووه درجے شدت زورداره زلزله راغلي، ايجين سمندر کښي راغلي دي زلزلےنه د ترکي ازمير ښار کښي په لويه پيمانه تباهي خوره شوي ،مقامي ميډيا مطابق زلزله کښې لس کسانو مړه او يونيم سل نه سيوا ژوبل شويدي ،دزلزلے لوجي راغورزيدلي ودانو دملبې لاندې ګهير تنانوراويستو لپاره ريسکيوکاروائياني جاري دي.د امريکي ارضياتي سروے مطابق ترکي او يونان کښي راغلي زلزلے شدت په ريکټر سکيل اووه اعشاريه صفر ريکارډ کړي شوي ، د زلزلے مرکز ديونان نيون ښار نه څوارلس کلوميټره شمال مشرق کښي وو او د زلزلي جهټکے بلغاريه مصر، ليبيا او برطانيه کښي هم محسوس کړي شويدي.د ميډيا رپورټس ترمخه دزلزلې لوجي د مغربي ترکي ښار ازمير شديد متاثر شوي ،ازمير ښار کښي د مقامي وخت مطابق خواشاؤ لس منټه کم اته بجي د زلزلے جهټکې محسوس شويدي
دترکي ازمير ښار مئير وائي چي ښار کښي شل نه سيوا ودانې راغورزيدلي ،د زلزلے روستو امدادي سرګرمۍهم پيل کړي شوي ، تراوسه د حکومتي چارواکو لخوا د مرګ ژوبلي په حقله څه نه دي وئيلي شوي ولي په دي حواله مقامي ميډيا کښې دلس کسانو د مړني او يونيم سل نه سيوا کسانو دژوبل کيدو رپورټس ورکړي شوي، مقامي ميډيا ترمخه د ودانو ملبې لاندې ګهير خلقو راويستو لپاره ريسکيوکاروائياني جاري دي بلخواد زلزلې لوجې د سمندر اوبه د ښارلارو کوڅو ته ورختلي او ښار کښې سيلابي صورتحال پيدا شوي دي
ترک صدر طيب اردوان يو ټويټ کښې وئيلي دې چې مونږ خپل اولس سره اوګه په اوګه ولاړ يو او حکومت به د متاثرينو بحالې لپاره ټول وسائل په کار راولې