مفتي پوپلزئۍ مطابق خيبر پښتونخوا کښې به اختر د اتوار په ورځ وي

blank

سعودي عرب کښې د شوال مياشت په نظر نه ده راغلي ، سعودي سپريم کورټ وائي چې ملک کښې به ورکوټې اختر د اتوار په ورځ نمانځلې شي ، بلخوا پيښور کښې هم شوال مياشت په نظر نه ده راغلي ،مفتي شهاب الدين پوپلزئۍ مطابق به صوبه کښې اختر د اتوار په ورځ کولې شي

د سعودي سپريم کورټ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي دي چې په سعودي عرب کښې د شوال مياشت په نظر نه ده راغلي او ملک کښې به اختر په څليريشتمه مئي يعني اتوار په ورځ نمانځلې شي
بلخوا د پيښور مسجد قاسم علي خان جومات کښې شوي رويت هلال کميټۍ اجلاس کښې هم شوال مياشت په نظر نه ده راغلي ،د کميټۍ مشر مفتي شهاب الدين پوپلزئۍ وائي چې پيښور پشمول يو ځائے نه هم تسلي بخش شهادت نه دې ميلاؤ ،صوبه کښې به اختر په څليريشتمه مئي يعني د اتوار په ورځ کولې شي