مقامې قبائلو جرګے په شرپسندو وانا ښار ته راتلو باندې بنديز لګولے دے

0
49
مقامې قبائلو جرګے په شرپسندو وانا ښار ته راتلو باندې بنديز لګولے دے

د جنوبې وزيرستان په صورت حال وانا کښې مقامې قبائلو جرګه شوې، جرګے په شرپسندو وانا ښار ته راتلو باندې بنديز لګولے دے، د اختر په لسمه ورځ به يوځل بيا جرګه کولې شې چې په کښې به وژل شوې کسانو په اړه فيصله اورولې شې
ذرائعو ترمخه د اتوار په ورځ وانا کښې پې ټي ايم او شرخوښو ترمينځه نښته شوې وه چې په کښې د پې ټيم ايم دوه تنان پحق رسيدلې او يو شمير ژوبل شوي وو، چې له ورستو په وانا کښې کرفيو نافذ کړے شوے وو
جنوبې وزيرستان په صورت حال وانا کښې مقامې قبائلو جرګه شوې، جرګے په شرخوښو باندې وانا ښار ته په راتلو بنديز لګولے او د اختر په لسمه ورځ به جرګه د وژل شوې کسانو په اړه فيصله اوروې،قبائيلي جرګے وانا، انګور اډا او نورو علاقو نه د کرفيو خاتمولو غوښتنه هم کړے
ذرائع وائې چې کرفيو لوجې په سيمه کښې خلک د خوراک څخاک څيزونو کمي سره مخ وو