مقبوضه جمو او کشمير کښې حالات بدستور کشيده دى

0
195
مقبوضه جمو  او کشمير کښې حالات بدستور کشيده دى ، د کشيدګۍ دے ماحول کښې نن کشميريان د ديارلسمې جولائۍ کال نورلس سوه يوديرش هغه قتل عام يادونه  تازه کوى ، کوم چې د ډوګره  مهاراجه فورسز شرينګر کښې کړے وو
وادى کشميرنه راغلى رپورټس مطابق وادى او خواؤشاه علاقو کښې حالات بدستور کشيده دى ، بازارونه بند دى ،کرفيونافذه ده ، او کشميرى حريت قيادت نظربند دے ، د ظلم او جبرې دے ماحول کښې نن کشميريان د هغه تورې ورځې يادونه تازه کوى کوم چې د ديارلسمې جولائۍ کال نورلس سوه يو ديرش قتل عام په نوم ياديږى ، په دغه ورځ باندې د مهاراجه آف کشمير عسکرو په شرينګر کښې جيل نه بهر احتجاج کونکى کشميريانو باندې ناتاره ډزې کړى وې او په سلګونو کسان ئې وژلى وو
بلخوا هندوستان د ننه هم کشمير کښې ظلم او زياتو تازه لهر باندې  د تشويش اظهار شوے او دې لړ کښې د انسانى حقونو بعضې تنظيمونو مودى سرکار د ټولې لانجے ذمه وار ګرځولے