مقبوضه کشميرشوپيا ضلع کښې بهارتي پوځ دوه کشمريان شهيدان کړې

0
14
مقبوضه کشميرشوپيا ضلع کښې بهارتي پوځ دوه کشمريان شهيدان کړې

مقبوضه کشمير کښې د بهارتي پوځ جارحيت جاري دے او شوپيا ضلع کښې ئې دوه نور کشميري وګړي په ډزو شهيد کړېدي
کشمير ميډيا سيل ترمخه شوپيا ضلع کښې هندوستاني پوځيانو کور په کور تلاشې دوران په بے ګناه وګړو ډزې کړېدي
د ډزو په نتيجه کښې نواز احمد او ياورواني نومي دوه ځوانان شهيدان شويدي
د سرچ آپريشن په وخت مقامي انتظاميې د ټولې ضلعې انټرنيټ سروس معطل کړې وو او د پوځيانو تازه جارحيت خلاف ممکنه احتجاجي مظاهرو مخ نيوي لپاره ئې مختلف علاقو کښې سيکيورټي هائي الرټ کړې شوېده