مقبوضه کشمير کښي دهند فوځ فائرنګ لوجي څلور طالبعلمان شهيدان شوي

0
27
سرينګر کښې قابض بهارتي فوج دوه کشميريان شهيدان کړي

مقبوضه کشمير کښي د بهارتي فوځ ظلم جاري دې،د هند فوځ فائرنګ لوجي څلور طالبعلمان شهيدان شوي، نن په ټوله وادۍ کښې هړتال دے، کاروباري مرکزونه بند پراته دي
کشميري ميډيا مطابق د چټه بل علاقه کښي هند پوځ د ظلم انتها کړي ،د يو اپريشن دوران ئي د مقامي يونيورسټۍ څلور طالبعلمان ډزو کښې شهيدان کړي
د کشميري ځوانانو د شهادت نه وروستو نن په علاقه کښې د احتجاج لړي دوام لري او د بهارتي فوج خلاف نعري بازي هم شروع شوي ولي بلخوا فوځيانو مظاهرچيان منتشر کولو لپاره د انسو ګيس شيلنګ او هوائي فائرنګ هم کړے
د مقبوضه کشمير انتظاميه سري نګر پشمول نورو زيات تره حساسو علاقو کښي د انټر نيټ سروس هم بندکړي بل اړخ ته په درځنو مظاهرچيان ئي جيل ته هم منتقل کړي ،حريت پسند رهنماګان هم په کورونو کښي نظر بند کړي شويدي