مقبوضه کشمير کښې بازارونه، مارکيټونه، تعليمي ادارے او دفاتر ټول بند پراته دي

مقبوضه کشمير کښې بازارونه، مارکيټونه، تعليمي ادارے او دفاتر ټول بند پراته دي

کشمير نن په دريمه ورځ هم بند دے، مقبوضه وادۍ کښې بازارونه، مارکيټونه، تعليمي ادارے او دفاتر ټول بند پراته دي،د ژوند پايه په ټهپه ولاړه ده، قابض فوج غير اعلانيه کرفيو نافذ کړي، موبائيل فون، انټر نيټ او لينډ لائن سروس معطل کړي شوي
د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو ورستو په وادۍ کښې نن په دريمه ورځ هم حالات کشيده دي، بهارتي انتظاميه لخوا نافذ کړې شوي کرفيو بدستور جاري ده،انتظاميه موبائل، انټرنيټ او ټي وي کيبل سروس ئي هم بند کړے،د انټر نيټ بنديدو په وجه نن اخباروانه هم نه دي شائع شوي
کشمير ميډيا سروس مطابق بهارت مختلف سيمو کښې خپل فوج تعينات کړې او د عام خلقو په تګ راتګ مکمل پابندي ده،
بلخوا د پاکستان پشمول او ټوله نړۍ کښې د کشيمريانو سره اظهار يکجهتۍ لپاره احتجاجونه هم روان دي