مقبوضه کشمير کښې بهارتى فوجيانو باندې حمله کښې څلور بهارتى فوجيان مړه شوي

0
34
مقبوضه کشمير کښې بهارتى فوجيانو باندې حمله کښې څلور بهارتى فوجيان مړه شوي

مقبوضه کشمير کښې د نامعلومه کسانو په حمله کښې د ميجر پشمول څلور بهارتى فوجيان هلاک شويدى،بلخوا د بهارتى فوج ډزو لوجې دوه کشميرى ځوانان شهيدان شويدى
ضلع بانډى پوره علاقه ګوريز کښې بهارتى فوج ګشت دوران نامعلومه کسانو په بهارتى فوج ډزې کړى چې په نتيجه کښې ئې څلور بهارتى فوځيان مړه شويدى کومو کښې چې يو ميجر هم شامل دې
د واقعې اطلاع ميلاويدو وروستو بهارتى فوج سرچ آپريشن شروع کولو سره دوه کشميرى ځوانان د شرخوښو په الزام کښې شهيدان کړل
بلخوا حريت مشرانو سيد على ګيلانى، مير واعظ عمر فاروق او ياسين ملک مشترکه بيان کښې د آئين آرټيکل پنځه ديرشم اے د لاندې مقبوضه کشمير کښې خصوصى حيثيت ختمولو سازش خلاف احتجاج جارى ساتلو اعلان کړے