مقبوضه کشمير کښې بهارتي جارحيت جاري

0
13

مقبوضه کشمير کښې بهارتي جارحيت جاري، قابض پوځيانو کور په کور د تلاشۍ سلسله جاري ساتلي او دوه نور ځوانان ئې په ډزو شهيدان کړيدي
کشمير ميډيا سيل رپورټ ترمخه مقبوضه وادۍ کښې بهارتي رياستي دهشت ګردي جاري ده
رپورټ کښې وئيلي شويدي چې بهارتي پوځيانو کور په کور د سرچ آپريشن سلسله جاري ساتلي ده او اسلام آباد ضلع کښې ئې دوه ځوانان شهيدان کړيدي
دې نه علاوه هم دې ضلع کښې په سيکيورټي فورسز حمله شوي چې پکښې يو پوځي اهلکار وژلي شوے او دوه نور ژوبل شويدي
بلخوا انتظاميې لخوا اسلام آباد ضلع کښې د موبائيل او انټرنيټ سروس معطل کړېدے