مقبوضه کشمير کښې بهارتي فوج د سرچ آپريشن دوران پنځه نور کشميريان شهيد کړې شويدي

0
9

مقبوضه کشمير کښې بهارتي فوج د سرچ آپريشن دوران پنځه نور کشميريان شهيد کړې شويدي،قابض بهارتي انتطاميي ټوله ضلعه کښې د موبائل فون او انټرنيټ سروس هم معطل کړيدي
کشمير ميډيا سروس مطابق مقبوضه کشمير کښې د بهارت رياستي دهشت ګردي جاري ده،قابض بهارتي فوج د ضلع پلوامه دليپور سيمه کښې سرچ آپريشن کړې ،
د لټوني عملياتو دوران بهارتي فوج په ډزو پنځه کشميريان شهيد کړيدي،د محاصرې دوران بهارتي فوج يو کور هم ړنګ کړيدې،
د بهارتي فوج کارروائې په ضد پلوامه کښې په لويه پيمانه احتجاج شوي او دې دوران د بهارتي فوج او کشميرې ځوانانو ترمينځ نښتې هم شويدي،
بهارتي فوج ضلع پلوامه کښې د موبائل فون او انټرنيټ سروسز هم معطل کړيدې