مقبوضه کشمير کښې بهارتي فوج يو بل کشميرې وګړي شهيد کړې

0
26
مقبوضه کشمير کښې بهارتي فوج يو بل کشميرې وګړي شهيد کړې

مقبوضه جمو کشمير کښې د بهارتي فوج ظلم او بربريت سلسله روانه ده او ضلع پلوامه کښې د بهارتي فوج تازه ډزو کښې يو بل کشميرې ځوان شهيد کړې شويدې،مقبوضه وادې کښې د انټرنيټ او موبائل سروسز هم معطل کړې شويدي بلخوا بهارتي فوج د محاصرې دوران د دوه فوجيانو د وژنې دعوي هم کړيدې
کشمير ميډيا سروس مطابق مقبوضه جمو و کشمير کښې د بهارتي فوج د ظلمونو سلسله دوام لري او د ضلع پلوامه رتني پوره سيمه کښې بهارتي فوج د سرچ آپريشن دوران يو بل کشميرې وګړي شهيد کړې شويدې چي وروستو د احتجاج لړې شروع شويده
بهارتي فوج په مظاهرچيانو د پيلټ ګن او آنسو ګيس استعمال کړې او په هغوي نيغ په نيغه ډزې هم کړيدې،قابض بهارتي انتظاميي مقبوضه وادې کښې د انټر نيټ او موبائل فون سروس هم معطل کړيدې
بلخوا بهارتي فوج دعوي کړيده چي د محاصرې دوران دوه فوجيان هم وژلې شويدي
د يادونې وړ ده چي د بهارتي فوج په ډزو کښې لنډو ورځو کښې په ګنړ شمير کشميري وګړي شهيد او په درځنونو ژوبل شوي ولي بيا هم مقبوضه وادې کښې د آزادې تحريک مخ په وړاندې روان دې