مقبوضه کشمير کښې بهارتي پوځيانو يو ځوان په ډزو شهيد کړې

مقبوضه کشميرکښې په څلورمه ورځ هم کرفيو جارى ده

مقبوضه کشمير کښې بهارتي جارحيت جاري دے او قابض پوځيانو د سرچ آپريشن دوران يو ځوان په ډزو شهيد کړېدے،تيره ورځ هم څلور کسان شهيدان کړي شوي وو
کشمير ميډيا سيل رپورټ ترمخه مقبوضه کشمير کښې هندوستان لخوا رياستي دهشت ګردي جاري ده
رپورټ کښې وئيلي شويدي چې پوځيانو اسلام آباد ضلع کښې کور په کور د تلاشۍ دوران يو تن په ډزو شهيد کړېدے
د بهارتي جارحيت خلاف د سيمي مقامي خلکو احتجاج کړي او د قابض پوځيانو خلاف ئې مظاهره هم کړېده
ياده دي وي چې د اختر په دريمه ورځ هم پلوامه ضلع کښې کور په کور د تلاشۍ دوران څلور کسان شهيدان کړي شوي وو
دغه رنګ مقامي انتظاميې مختلفو علاقو کښې انټرنيټ او موبائيل سروس معطل کړېدے