مقبوضه کشمير کښې د آزادۍ تحريک مشرانو د هړتال نيټه دوه نورو ورځو لپاره غزولي

0
44
مقبوضه کشمير کښې د آزادۍ تحريک مشرانو د هړتال نيټه دوه نورو ورځو لپاره غزولي ده بلخواتير شوې څلورو ورځو دوران  د بهارتى فورسز کاروايانو کښې دشهيد شوې کشميريانو شميره ديرش ته رسيدلې او درې سوه نه سيوا ژوبل دې 
 
بهرملکى خبرې ادارى ترمخه مقبوضه کشمير کښې د برهان وانى شهادت خلاف دکشميريانو احتجاج باندې د بهارتى فورسز کاورايانو کښې د شهيد شوې کشميريانو شميره ديرش ته رسيدلې او داحتجاج لړې روانه ده 
دبهارتى فورسز طرف کشميرې مظاهرچيانو باندې ډزو کښې درې سوه نه سيوا کشميريان ژوبل شوې هم دې 
خبري اداره وائي چې سري نګر کښې موجود حريت مشرانو د هړتال نيټه دوه نورو ورځو لپاره غزولې ده او ټوله وادۍ کښې به نن او صبا هم د هړتال سلسله جاري ساتلې شي 
خبري اداري زياته کړيده چې دا مهال د سري نګر په زياتره سيمو کښې کرفيو هم نافذ ده ولي بيا هم مظاهرچيانو د احتجاج لړۍ دوام داره ساتلې ده 
 بلخوا ميرواعظ عمر فاروق ،سيدعلى ګيلانى او ياسين ملک  خپل يو بيا کښې وئيلې چې  که چرې بهارتى حکومت خپلې کاروايانى پريښودې  نو حالات به ورسره نور هم خراب شى او ددې ذمه وار به بهارتى  حکومت وې