مقبوضه کشمير کښې د برهان وانى شهادت خلاف دکشميريانو احتجاج په شپږمه ورځ هم جارې دې

0
70

مقبوضه کشمير کښې د برهان وانى شهادت خلاف دکشميريانو احتجاج په شپږمه ورځ هم جارې دې او بهارتى فورسز کاروايانو کښې د شهيد شوې کشميريانو شميره پنځه ديرش ته رسيدلې بلخوا د يوم شهادت نمانځلو په موقع حريت رهنما ميرواعظ عمرفاروق هم ګرفتار شويدې 

بهر ملکى خبرې ادارې ترمخه مقبوضه کشمير کښې دکشميريانو شهادت لپاره مختص شوې يوم شهادت جوش وجذبى سره نمانځلې شوې او د کشمير بيلابيلو برخو کښې د کرفيو هم نافذ وه او بازارونه بندوو 
د يو م شهادت په موقع احتجاج کښې برخه اخستو باندې بهارتى فورسز طرف نه حريت مشر ميرواعظ عمر فاروق هم ګرفتار شوې 
بهارتى ميډيا ترمخه ميرواعظ عمر فاروق دکرفيوپه خلاف ورزې نيولې شوې 
بلخوا د برهان وانى شهادت خلاف دکشيمريانو احتجاجى لړې په شپږمه ورځ هم دوام لرې او دبهارتى فورسز طرف نه مختلفو کاروايانو کښې دکشمير شهيد شوې کسانو شميره پنځه ديرش ته رسيدلې ده 
دبهارتى فورسز کاروايانو کښې درې سوه نه زيات کشميريان ژوبل شوې هم دې