مقبوضه کشمير کښې د سوارلو بس اوړيدلے چې پکښې شل کسان په حق رسيدلي

مقبوضه کشمير کښې د سوارلو بس اوړيدلے چې پکښې شل کسان په حق رسيدلي

مقبوضه کشمير کښې د سوارلو يو بس اوړيدلے چې پکښې شل کسان په حق رسيدلي او څوارلس نور ژوبل شويدي
اطلاعاتو ترمخه مقبوضه کشمير کښې د بس دغه پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې رامبان علاقه کښې يو مسافر بس په موړ کښې د ډرائيور نه بې قابو شو او ژورې کندې ته پريوتو
بس پېښه کښې شل کسان په حق رسيدلي او څوارلس نور ژوبل شويدي ،مړه شوي او ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړے شوي چرته چې د ځينې ژوبل کسانو حالت تشويشناک ښودلے کيږي
داسې هم اطلاعات مخې ته راغلې دي چې دغه وړوکي بس کښې د ګنجائش نه سېوا کسان سواره وو