مقبوضه کشمير کښې د عليحدګى خوښو په ډزو د يو افسر پشمول درې پوځيان وژلى شوى دى

0
28

د مقبوضه کشمير پلواما ضلع کښې د عليحدګى خوښو په ډزو د هندوستان يو افسر پشمول درې پوځيان وژلى شوى دى بلخوا پوځيانو کور په کور تلاشۍ دوران درې کشميرى وګړى شهيدان کړى دى
کشمير ميډيا سروس ترمخه هندوستانى پوځيانود پلواما ضلعى په ترال سيمه کښې د سرچ آپريشن په مهال درې کشميرى وګړى شهيدان کړى دى
د دې پيښې خلاف د سيمى اوسيدونکو احتجاج کړى ولې پوځيانو په دوى ډزى او آنسوګيس شيلنګ کړېدے چې په نتيجه کښې ګڼ شمير وګړى ژوبل شوى دى
بلخوا د هندوستان خبرى ادارو وئيلى دى چې ترال سيمه کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د سپيشل فورس يو افسر په ګډون درې پوځيان وژلى شوى دى