مقبوضه کشمير کښې وزيراعظم نريندر مودي جماعت بي جے پي خلاف دري پارټيانواتحاد کړي

0
6
مقبوضه کشمير کښې هند پوځيانو څلور کشمري وګړي شهيدکړې

مقبوضه کشمير کښې وزيراعظم نريندر مودي جماعت بي جے پي خلاف دري پارټيانواتحاد کړي ،اتحاد نه پس ګورنر ستياپال ملک جمو کشمير کښي د قانون ساز اسمبلو ماتولو اعلان کړيدي
مقبوضه کشمير کښې د پخواني وزيراعلي محبوبه مفتي جماعت پيپلز ډيموکريټک پارټي د کانګريس او عمر عبدالله جماعت نيشنل کانفرنس سره اتحاد کړيدي،او ګورنر ستياپال ئي خبر کړي چي هغوي د حکومت جوړولو په پوزيشن کښې دي
دغه شان د پيپلز کانفرنس رهنما ساجد لون هم دعوي کړي چي هغوي ته د بهارت جنتا پارټي حمايت حاصل دے او د حکومت جوړولو په پوزيشن کښې دي
بلخوا ګورنر ستياپال داسمبلي ماتولو اعلان کړي او د قانون مطابق د اسمبلي تحليل نه پس شپږ مياشتو کښې دننه رعاستي ټاکني کولي شي
ياده دي وي چي مقبوضه کشمير کښې رياستي اسمبلي له پاره په دوه ذره پنځلس کښي ټاکني شوي وو،ټاکنونه پس پيپلز ډيموکريټک پارټي او بي جے پي اتحادي حکومت جوړ کړي وواو محبوبه مفتي وزيراعلي ټاکلي شوي وو